اسلام آباد۔6 اپرېل(اے پی پی)د پاکستان تحریک انصاف لارښود چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د سياسي استحكام تر ټولو غوره لاره ټول ټاكنې دي ٬ كه هېواد معيشت پلو لاړ نه شي نو د هېواد معيشت به زيات زيانمن شي ٬ آرټيكل 63 اے د آئين برخه ده۔ دا خبره ده د شورؤ په ورځ د پارليمنټ نه بهر په ډي چوك كښې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل په پاكستان كښې زر تر زره سياسي استحكام ته اړتيا ده او دې لپاره به مونږ له ټاكنو پلو تلل وي۔ ده ووئيل د سياسي استحكام نشتوالي د لاسه د ډالر رېټ 186 روپۍ ته رسېدلې دې او كه دا لړۍ دغسې روانه پاتې شوه نو معيشت ښه كولو له چې مونږ كوم ګامونه پورته كړي دي هغه به ضائع شي۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل د سياسي استحكام تر ټولو غوره لاره ټول ټاكنې دي٬ د نون ليګ هم دا غوښتنه وه چې هېواد كښې دې ټاكنې وكړې شي۔ ده ووئيل اسمبلي تحليل شوې ده ٬ اوس پټيشن دا دې چې اسمبلۍ سمه تحليل شوې نه دي ٬ دا دې بحال كړې شي٬ مونږ به عدم اعتماد راوړؤ او بيا به حكومت ولېږؤ۔ ده ووئيل د اپوزيشن سوچ محدود دې ٬ هېواد كه استحكام پلو لاړ نه شي نو د هېواد معيشت به زيات زيانمن شي
د سياسي استحكام تر ټولو غوره لاره ټول ټاكنې دي٬ اپوزيشن ډېر محدود سوچ لري٬ هېواد كه استحكام پلو لاړ نه شي معيشت به زيات زيانمن شي٬ د پي ټي آئي لارښود چوهدري فواد حسېن ميډيا سره خبرې
مضمون کا ماخذ : dupla sena acumulada