اسلام آباد27جولائي (اے پي پي)پاكستان او سعودي عرب د اقتصاد ٬سرمايه كارۍ او كلتور او سفارت كارۍ پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو سره د دوه اړخيزه اړيكو استحكام لپاره د اعلٰی كچ روابط او پاك سعودي خارجه وزارت كښې د فوكل پرسن په ځاے كولو ته صلاح شوي۔د سعودي عرب او پاكستان شريكو اړيكو ودې لپاره د سعودي-پاكستان د اعلٰی مشاورتي كونسل جوړولو هم پريكړه شوې۔د نهې په ورځ د پاك سعودي خارجه وزيرانو ترمينځه د پلاويو په كچه د خبرو اترو نه پس د سعودي همڅنګ شهزاده فيصل بن فرحمان آل سعود سره پرېس كنفرنس ته خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل زمونږ د سعودي عرب سره اړيكې پخوانۍ او تاريخي دي۔ده ووئيل زمونږ دوه اړخيزه او د پلاويو په كچه خبرې شوي٬مونږ د اقتصادي روابطو ودې٬سرمايه كارۍ زياتولو ته خاص پام كړے۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د سعودي عرب او پاكستان شريكو اړيكو ودې لپاره د سعودي-پاكستان اعلٰی مشاورتي كونسل جوړولو پريكړه شوې۔خارجه وزير ووئيل تېره ورځ د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د كوآرډينېشن كونسل په سټركچر خبرې شوي٬د سپريم كونسل د كار په چارو هم خبرې شوي۔په دې اړه به د دواړو هېوادونو په خارجه وزارت كښې فوكل پرسنز په ځاے كولې شي دغسې چې مونږ سره د خپلو شريكو اړيكو كتلو لپاره يو اسټركچرډ او اداره جاتي لار وي۔شاه محمود قرېشي ووئيل دواړه هېوادونه د مېډيا٬انفارمېشن٬سپورټس او كلتور په څانګو كښې هم اړيكې وړاندې بوتلل غواړي۔ده ووئيل وژن 2030 د بدلون مظهر دے٬مونږ تهذيبي روابط ته وده وركول غواړو۔ده ووئيل ګڼ شمېر پاكستانيان په سعودي عرب كښې مېشته دي۔ده ووئيل مونږ مذهبي اړيكو سره سره كلتور اړيكو ته د ودې وركولو خوښي لرو٬د موسمياتي بدلون په اړه خارجه وزير ووئيل ګرين سعودي عرب او ګرين مډل ايسټ او د وزيراعظم عمران خان وژن د كلين ګرين پاكستان خپل مينځ كښې مطابقت لري۔شاه محمود قرېشي ووئيل د سعودي خارجه وزير مې د مقبوضه جمو كشمير د صورتحال څخه خبر كړے او د كشمير په مسئله د سعودي عرب د ملاتړ مننه وكړه۔مونږ د افغانستان په بدل شوي صورحال هم د خيالاتو څرګندونه كړې ۔مونږ د افغانستان په اړه په سوچ كښې يو والے لرو ۔شاه محمود قرېشي ووئيل د ويكسي نېشن او سفري ستونزو په اړه خبرې شوي٬هغه پاكستاني زده كوونكي كوم چې په سعودي عرب كښې د تعليم خواهش لري د هغوي د آسانيو لپاره ما د سعودي خارجه وزير سره خبره كړې۔شاه محمود قرېشي ووئيل وزيراعظم عمران خان تل بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو په خېرښېګړه زور راوړے ۔شاه محمود قرېشي ووئيل ما د سي پیك پروژو په خاص توګه په خاص اقتصادي زونز كښې د سعودي كاروباري كمپنو لپاره د سرمايه كارۍ موقعو څخه د سعودي خارجه وزير خبر كړے۔د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان آل سعود ووئيل پاك سعودي اړيكو ته د لا پراختيا وركولو خوښي لرو٬دواړو هېوادونو تل د يو بل مرسته كړې٬ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورورلۍ اړيكې قائم دي او د دواړو هېوادونو ترمينځه به اعلٰی كچ تبالدو ته لا وده وركولې شي۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې پراخا موقعې شته ۔د سعودي خارجه وزير ووئيل په سعودي عرب كښې په لاكهونو پاكستانيان مېشته دي كوم چې په سعودي معيشت كښې مهم كردار تر سره كوي۔ده ووئيل د منطقې سلامتيا مقدم ده او سلامتيا لپاره به په ګډه كار روان ساتلے شي۔
پاكستان او سعودي عرب په خارجه وزارت كښې فوكل پرسنز په ځاې كولو ته صلاح شول ٬د اعلٰی مشاورتي كونسل جوړولو پريكړه٬خارجه وزير شاه محمود قرېشي د سعودي هم څنګ شهزاده فيصل بن فرحان سره پرېس كنفرنس
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی