اسلام آباد۔10ستمبر(اے پی پی) د وزیراعظم یوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود ا??مد خان وئيلي دي په پیرالمپکس ګیمز كښې د پيتلو تمغه ګټوونكي د حيدر علي په څير لوبغاړي زمونږ اتلان دي، صلاحيت لرونكي ځوانان د پاكستان د روښانه س??اؤن ضمانت دے٬ د وزیراعظم یوتھ پروګرام دروازې ځوانانو لپاره پرانستې دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ په پیرالمپکس ګېمز كښې د پيتلو تمغه ترلاسه كونكي ايتھليټ حې??ر علي سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ د وزیراعظم یوتھ پروګرام ډلې حې??ر علي ته تود هركلے اووې۔ رانا مشهود ا??مد خاں د حې??ر علي د عزم او خوارۍ ستائنه كولو سره ووئيل په پیرالمپکس ګېمز كښې حې??ر علي د هېواد نامه روښانه كړې ٬ د هېواد نامه روښانه كوؤنكي صلاحيت لرونكو لوبغاړو ته به ټولې ممكنه آسانۍ وركوؤ۔ ده ووئيل د وزیراعظم یوتھ پروګرام دروازې ځوانانو لپاره پرانستې دي٬ صلاحيت لرونكي ځوانان د پاكستان د روښانه س??اؤن ضمانت دے٬ د هېواد پرمختګ لپاره لوبو ته وده وركول هم زياته مهمه ده ۔ ده ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په لوبو كښې د ځوانانو شموليت باوري كولو له يو شمېر ګامونه پورته كولې شي٬ د وزیراعظم یوتھ پروګرام لاندې ټېلنټ هنټ پروګرام په ګرد هېواد كښې د ځوانانو د ټېلېنټ ډاډګيرنه كوي۔ په دې حې??ر علي د رانا مشهود ا??مد خان مننه كولو سره ووئيل زه په دې خوشحاله شوے يم چې ما په نړيواله كچه د هېواد او قام نامه روښانه كړې شوه او په س??اؤن كښې به هم دغسې كوم۔
د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين سره د ایتھلیټ حیدر علی ملاقات ، په پیرالمپکس ګیمز كښې د پيتلو تمغه ګټوونكې د حيدر علي په څير لوبغاړي زمونږ اتلان دي: رانامشهود احمد خان
Hell Hot Integrity Betting Website
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ