اسلام آباد 11 ستمبر (اے پي پي) د پي ټي آئي چيئرمېن بيرسټر ګوهر خان وئيلي دي پاکستان تحريک انصاف به پارلمان يا د بلې كومې اسمبلۍ څخه استعفيٰ نه وركوي٬ زمونږ لس نيولې شوي اېم اېن اېز دے خوشي كړے شي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل مقننه، عدليه او انتظاميه د رياست درې ستنې دي٬ د يوې ادارې لپاره هم خاص فورس نه وي، سپريم کورټ ??ره خپل فورس نشته، آئين يوازې ايوان ته د خپل فورس جوړولو اختيار وركړے ٬ پارلمان څخه د غړو د نيولو د پېښې تحقيقات پكار دي۔ ده ووئيل د اتوار په ورځ ?? لارو بندېدو په سبب جلسه تاخير ??ره مخ شوې٬ زما په ضد مقدمه جوړه شوې٬ ما په ژوند كښې يو پوليس اهلكار ته ديكه نه ده وركړې ٬ مونږ غواړو چې ايوان او سياست مضبوط وي۔ ده ووئېل مونږ مطالبه كوٶ چې زمونږ لس غړې دې خوشي كړے شي ٬ د سپيكر په پروډکشن ??رډ??عملدرآمد کول آئ??ني ذمه داري ده، مونږ دا پرېكړه كړې چې تر څو د لسم ستمبر د پېښې تحقيقات نه وي شوي د لسو غړٶ نه علاوه به زمونږ يو غړے د پارلمان په كمېټو يا غونډو كښې ګډون نه كوي۔ بلخوا د تحريك انصاف لارښود علي محمد خان د اعتراض په نكته ووئيل د رياست مضبوطه برخه پارلمان دے٬ پرون زمونږ غړي نيولې شوي٬ پرون د سياسي ګوندونو په غونډه كښې په دوو نكاتو اتفاق شوے چې د نيولے شوو غړٶ پروډکشن ??رډ?? به جاري كولې شي٬ دوېم سپيكر ووئيل زه به خپله آېف آئي ار درج كوم٬ ټول ايوان د سپيکر د احکاماتو مرسته كوي۔ ده ووئيل په پروډکشن ??رډ?? دې عملدرآمد وكړے شي٬ دوهم سپيكر ووئيل سپيكر به پخپله راځي او په دې لر كښې به د پېشرفت نه غونډه خبروي۔
پي ټي آئي به پارلمان يا د بلې اسمبلۍ څخه استعفيٰ نه وركوي،زمونږ لس نيولې شوې اېم اېن اېز دې خوشي كړے شي۔ بېرسټر ګوهرخان
Instant messaging sports entertainment reliable website
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا