اسلام آباد11 نومبر(اے پی پی)د سمندري چارو وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د ګل په ورځ د ډنمارك خارجه وزير د پاكستان دورې څخه وړاندې د ډنمارك شپنګ كمپنۍ ميرسك لائن سينئر چارواكو مهم ملاقات كړے ۔وفاقي وزير د ميرسك لائن چارواكو ته ووئيل د هېواد په سمندري څانګه كښې دوه بلين امريكائي ډالره تاريخي سرمايه كاري راتلل لويه كاميابي ده۔وفاقي وزير په باور څر??ندونه د ډنمارك حكومت او ميرسك لائن مننه وكړه۔ميرسك لائن كمپنۍ چارواكو د سمندري چارو وزارت او د پاكستان په حكومت د باور څر??ندونې سره ووئېل د لوظ ??ام?? څخه وړاندې مونږ مطمئن يو۔وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د ميرسك چارواكو ته د آپريشنز آسان جوړولو او د ورمخې ته كېدونكو كومو هم چېلنجونو مخ نيوي كښې له د مرستې باور وركړو۔وفاقي وزير ووئيل مونږ ميرسك لائن سره كار كولو او د هغوي سرمايه كارۍ لپاره يو اسان او موثر عمل باوري كولو لپاره چمتو يو۔ده ووئيل د شراكتدارۍ شرائط او ضوابط ته حتمي شكل وركړے كېږي او دا چې د نن ملاقات د دواړو ډلو ترمينځه يوې رسمي لوظ ??ام?? څخه وړاند?? يو ښكاره مفاهمت له مرستياله ثابت شوے۔وفاقي وزير هيله څر??نده كړه چې دا مرسته به لا غېر ملكي سرمايه كارۍ له لاره هواره كړي او د پاكستان سمندري انفراسټركچر پرمختګ كښې به كردار ادا كړي۔د ملاقات په اختتام وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د دې خبرې پخلے وكړو چې د پاكستان حكومت د سرمايه كارۍ په لاره كښې خنډ رامخې ته كونكو د ټولو مسئلو مخ نيوي له چمتو دے۔
د سمندري چارو وفاقي وزير قيصر احمد شيخ سره د ډنمارك شپنګ كمپنۍ ميرسك لائن سينئر چارواكو ملاقات
Flight control electronics official entertainment entrance
مضمون کا ماخذ : گنہر نا لوٹیریا