اسلام آباد۔25دسمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرعطاﺀ تارړ وئيلي دي چې تحريك انتشار د ملټري كورټس معامله متنازعه جوړوي ٬ په ??لټري كورټس سياست كوؤنكي ??ا هېروي چې د پي ټي آئي باني چيئرمېن به په خپل دور كښې د ملټري كورټس فضائل بيانول٬ په ??لټري كورټس كښې ټرائل هغه وخت كيږي كله چې څوك په دفاعي اداره بريد كوؤنكے وي٬ په ??وځي تنصيباتو د بريد مقدمه په ??لټري كورټس كښې چلېږي٬ ملزم د وكيل كولو او د پرېكړې په ضد د اپيل كولو حق لري٬ څوك چې سزا شوي دي د هغوي په ضد نه رد كېدونكي دلائل موجود دي۔ د شورو په ??رځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د تحریک انتشار هڅه ده چې د ملټري كورټس معامله متنازعه جوړه كړ?? شي۔ ده ووئيل دا خبره ښكاره ده چې په ??لټري كورټس كښې ټرائل هغه وخت كيږي كله چې څوك په دفاعي اداره بريد كوؤنكے وي۔ وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي باني چيئرمېن په دور كښې چې ك??ه د سویلینز په ??لټری کورټس كښې ټرائل كېدو نو هغه وخت هغه د د?? فضائل بيان كړل٬ د هغه كلپس په سوشل ميډيا موجود دي۔ وفاقي وزير ووئيل په ??لټری ٹرائل كښې هم د اپيل دوه حقونه وركولې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د تحريك انتشار وياند په زوره زوره دا وائي دا ظلم او زياتې دې۔ ده ووئيل كه دا ظلم او زياتې دې نو ددوئي لارښود په تېر وخت كښې په ??لټري كورټس كښې د سوېلينز د ټرائلز فضائل ولې بيانول۔ وفاقي وزير ووئيل پاكستان د ټولو نړيوالو قوانينو احترام كوي٬ قائد اعظم هم دا درس وركړے دے چې د هېواد دننه دې د قانون د حكمرانۍ نظام رائج وي۔ كه تحريك انصاف د قانون حكمراني نه مني او په دې عمل نه كوي نو دوئي هڅې د تنازعې رامخې ته كولو هڅې كوي٬ دوئي ځان لپاره د رعايت هڅې كوي كومې چې دوئي ته ترلاسه كېدې نه شي۔ ده ووئيل په ??لټري ټرائل كښې د نړيوالو قوانينو ټولې تقاضې ترسره كړ?? شوي دي٬ په دې كښې هېڅ ډول خلاف ورزي نه ده شوې٬ د تحريك انتشار لخوا د هېواد په ضد بيانيه جوړولې شي۔ په نو مئي د دوئي خلكو اړې ګړې رامخې ته كړو٬ د كور كمانډر كور بهر د دوئي كسان ولاړ وو۔ ده ووئيل د 9 مئي مجرمانو ته به د قانون له مخې سزا وركولې شي او په دې كښې به رائټ ټو فیئر ٹرائل آبزرو كولې شي۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير د بابائے قوم د زېږېدنې ورځې په ??وقعه ټول قام ته مباركي وركړه۔ ده مسيحي ورورولۍ ته د كرسمس خوشحالو مباركي هم وركړه۔ د اطلاعاتو وفاقي وزير وويل مسلم ليګ (ن) تل د قائد اعظم د وژن له مخې ددې هېواد خذمت كړ?? دے او تل يۍ ??ا هڅه كړ?? ده هېواد دې د پرمختګ په ??اره روان وي۔ ده ددې عزم پخلے وكړو چې مونږ ټول به پاكستان عظيم هېواد جوړؤ او پاكستان به پرمختګ كوي۔
تحريك انتشار د ملټري كورټس معامله متنازعه جوړوي ٬ په ملټري كورټس سياست كوؤنكي دا هيروي چې د پي ټي آئي باني چيئرمين به په خپل دور كښې د ملټري كورټس فضائل بيانول: عطاﺀ تارړ
Royal Cruise Lines Trusted Entertainment Entrance
مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado