لاهور 25 اکتوبر (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملکت فرخ حبيب د مسلم ليګ (ن) نائب صدر مريم نواز له چيلنج وركرې دے چې هغه دې د احتساب عدالت خپلې پريكړې په ضد د ورځي په بنياد د سماعت لپاره خواست وركړي،ځنډولو څخه دې كار نه اخلي۔د ګل په ورځ لاهور كښې د پاکستان تحريك انصاف وکيلانو کنونشن ته وينا كښې ده د خيرانتيا څرګندونه وكړه چې وړومبې جرم ګورم چې يو پلو عدالتي پريكړه غلط ګرځولې كيږي او بل پلو په هر ځل وړاندې كيدو خپل وكيل بدلوي۔ده ووئيل تنقيد کونكو څخه پوښتنه كول غواړم چې نن څخه وړاندې چا د احتساب خبره كړي۔كومو كسانو چې په سپريم کورټ بريدونه كړي او په ټيلي فون به ئې پريكړې ليكلې هغوي نن دا وائي چې دا انتقام دې احتساب نه دې۔فرخ حبيب ووئيل په وړومبي ځل ګورم چې مجرم د عدالتونو څخه نيټي اخلي۔پاکستان ادارو او د هغوي مشرانو په ضد خبري كيږي۔شريفي كورنۍ بهر هېوادونو كښې جائيدادونه جوړ كړي۔هغوي داسې څه د آله دين چراغ لري چې 18 كلن بچې هم ارب پټي جوړيږي۔ده ووئيل په هېواد كښې په وړومبي ځل طاقتور ته معلومه شوي چې هغه هم د قانون تابع دې۔لوئ لوئ غله زندانونو ته تللي دي۔وزير مملکت ووئيل شهباز شريف څه لږ نه په اربونو روپۍ كرپشن كړې۔د شريفي كورنۍ ټول کاروبار مرګ ژوند په بهر هېواد كښې دې۔دلته يواځي د نواز شريف ډاكټر ډاکټر عدنان بيرته راغلې او نواز شريف نه دې راغلے۔ فرخ حبيب ووئيل وزير اعظم عمران خان ټولي هلي ځلي د پاکستان د بقا او کرپشن په ضد دے۔ تحريك انصاف بنياد انصاف او په انسانيت دې۔وزير اعظم عمران خان عمر له د انصاف او رول آف لا خبره كړي۔وزيراعظم عمران خان په ډاګه وائي په دې هېواد كښې به د قانون حكمراني وي۔ ده ووئيل زمونږ سياسي هلي ځلي د وكيلانو د تحريك په مهال پيل شوي۔وکيلان د انصاف په معامله كښې مهم كردار لري۔ده ووئيل چرته چې طاقت وي هلته احتساب هم وي۔وزير مملکت ووئيل زمونږ حکومت په قانون سازي كار كوي وګرو له به آرزان او سمدستي انصاف وركول وي۔وزير اعظم
مريم نواز دې د احتساب عدالت خپلې پريكړې په ضد د ورځي په بنياد د سماعت خواست وركړي، ځنډولو څخه دې كار نه اخلي،د اطلاعاتو او خبرونو وزير مملکت فرخ حبيب
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر