اسلام آباد۔22اکتوبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د پنجاب هرې يوې كورنۍ ته به د صحت كارډ د لارې د درملنو آسانۍ ترلاسه وي٬ روغتيا ٬ تعليم او د بنياي ضرورت څلورو څيزونو اوړو ٬ چيني ٬ دال او غوړو كښې زيات ريليف وركوؤ٬ د بنيادي سياسي اصلاحاتو نه غېر هېواد مخ په وړاندې تللې نه شي۔ دا خبره هغه د جمعې په ورځ خپل يو ټويټ كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل د خېبر پختونخوا نه پس به اوس د پنجاب هره يوه كورنۍ لس لكه روپۍ د صحت كارډ د لارې ترلاسه كولې شي۔ د دې ګېم چېنجر پروګرام د لارې به اوس معياري درملنې د بې وزلې او متوسطې طبقې هر وګړي ته ترلاسه وي۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل روغتيا ٬ تعليم او د بنيادي ضرورت څلورو څيزونو اوړو ٬ چيني ٬ دال او غوړو كښې زيات ريليف وركوؤ۔ هغه ووئيل كه لوئې څښتن ته منظور وي نو صحت كارډ پروګرام به پنجاب كښې د دسمبر مياشتې نه پېل شي او د راروان كال تر مارچ مياشتې به ټول پنجاب ته صحت كارډز وركړې شي۔ په خپل ټويټ كښې هغه زياته كړه چې د فېك نيوز په اړه قانون كابينې ته سپارلې شوې دې۔ هغه ووئيل د كال 2018 نه دا خبره كوم چې د بنيادي اصلاحاتو كولو نه غېر هېواد مخ په وړاندې تللې نه شي۔ هغه ووئيل ميډيا او عدالتي اصلاحات لازمي دي۔
د پنجاب هرې كورنۍ ته به د صحت كارډ د لارې د درملنو آسانۍ ترلاسه وي٬ روغتيا ٬ تعليم او د بنيادي ضرورت څلورو څيزونو كښې زيات ريليف وركوؤ٬ د بنيادي سياسي اصلاحاتو نه غېر هېواد مخ په وړاندې تللې نه شي٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير ټويټ
مضمون کا ماخذ : پاور بال انعامات