اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي) پاکستان وئيلي دي خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د شنګھائي مرستې تنظيم اېس سي او غونډه كښې په منطقه كښې امن او خوشحالۍ لپاره د پاكستان وژن رامخ?? ته كړے دے٬ خارجه وزير ??ه غونډه كښې په دې خبره زور رواړے چې يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات د نړيوال قانون او د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي او د اېس سي او د مقاصدو منافي دي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال ووئي?? خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د هند په ګوا ښار كښې د اېس سي او د خارجه وزيرانو په غونډه كښې د پاكستان نمائندګي كړې٬ په غونډه كښې په اېجنډا سيمه ايزه سلامتيا٬ اقتصادي مرسته او د روابطو او مسئلو سره سره نړيوال اقتصادي او سياسي پېشرفت د اېس سي او په موقف خبرې شاملې وې۔ وياندې ووئي?? خارجه وزير غونډه كښې امن او سوكالۍ لپاره د پاكستان موقف رامخ?? ته كولو سره په منطقه كښې موثره ټرانسپورټ كوريډورز او د باور وړ سپلائي چېنز جوړولو له تجويز وړاندې كړے، دې سره سره وفاقي وزير ??ه دې خبره زور رواړے چې سي پېك سيمه ايزو رابطو لپاره يو قوت ثابتېدے شي۔ ده د ترهګرۍ لعنت خاتمې لپاره جامع او په اجتماعي نقطه نظر زور راوړلو سره ووئيل سياسي پوائنټ سكورنګ لپاره ترهګري وسله نه دې جوړول پكار ۔ ده د قصداً اشتعال پېدا كول او په كركه د لمسولو غندنه وكړه او د فاشزم په ضد ئې په اجتماعي هلو ځ??و زور رواړو كوم چې د تشدد وړ قام پرستي ده۔ وياندې ووئيل خارجه وزير د اېس سي او په غونډه كښې د چين٬ روسيه٬ قزاخستان، ازبکستان، تاجکستان او د کرغزستان په مهم منصوبو او د شنګهائي مرستې تنطيم عمومي سېكتر سره هم خبرې كړې۔ دې ووئيل غوندې د پاكستان اېس سي او سره د خپل تړون څرګندولو او مهمو سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو حل كولو لپاره د خپل وژن وړاندې كولو موقع وركړې ۔ وياندې ووئيل په كال 2017 كښې د اېس سي او غړي جوړېدو نه پس پاکستان د ن??ظي?? د اېجنډې پېروي له مرسته زياتولو لپاره كار كړے دے
خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د اېس سي او غونډه كښې په منطقه كښې امن او خوشحالۍ لپاره د پاكستان وژن رامخې ته كړے۔ د خارجه دفتر ويانده
مضمون کا ماخذ : کڑک