ملګري ملتونه 22 جون (اے پی پی) پاكستان وئېلي دي چې د طالبانو مشر ملا اختر په نښه كولو لپاره د پاكستان په زمكه د امريكې ډرون بريد له امله د افغان امن عمل ته سخت زيان رسېدلې۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي سلامتي كونسل كښې د افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونې په مهال ووئيل چې د پاكستان پھ زمكه د امريكې ډرون بريد د پاكستان د خپلواكۍ٬سيمه ايزې سلامتيا٬د ملګرو ملتونو د چارټر او نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده۔ د دې اقدام سره به د افغانستان مسئلې نورې هم زياتې شي۔ ډرون بريد په دې اړه سنجيده پوښتنې پورته كړې دي چې نړيواله ورورولي افغانستان كښې امن غواړي يا جنګ روان ساتل۔ پاكستاني استازې ووئيل د تېرو پنځلسو كلونو په مهال د طاقت استعمال د لارې افغانستان كښې امن نه دې راغلې بايد اوس د دې تګلارې څخه ډډه وكړی شي۔ د پاكستان استازې پھ دې موقع د افغان استازې محمود سيكال دا تور سختۍ سره رد كړو چې هغه وئېلي وو چې پاكستان د افغانستان په كورنيو چارو كښې مداخلت كوي او په پاكستان كښې د افغان مخالف د ترهه ګرو اډې موجود دي
بريد پاكستان د خپلواكۍ٬سيمه ايزې سلامتيا٬د ملګرو ملتونو د چارټر او نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزي ده
مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری