اسلام آباد 01 اکتوبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي د پاکستان لويه سرمايه صلاحيت لرونكي ځوانان دي٬ د هېواد د پرمختګ دارومدار د ځوانانو په ترقۍ دے۔ وزيراعظم دا خبرې د نېشنل يوته كونسل غړو سره په خبرو كښې وكړې چا چې د جمعې په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال ځوانانو چارو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار، صوبائي وزيران رائے تېمور خان بھټي، راجه ناصر علي خان مقپون او اړوند لوړ پوري هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل حكومت په هېواد كښې د مېرټ سرلوړي باوري كوي٬ د كاميابۍ لاره د كوششكولو لاره ده ٬ په پاکستان كښې د ځوانانو تناسب زيات دے كومه چې خوش نصيبي ده۔ ده ووئيل ليډر عمر له رښتنے او ايماندار وي۔ ده په ځوانانو زور رواړو چې د صداقت لاره خپله كړې۔ ده ووئيل كله چې مونږ اقتدار تر لاسه كړو نو د هېواد برآمدات يوازې شل اربه ډالره وو، د حکومت پاليسو په سبب برآمدات 35 فېصده زيات شوي۔ده ووئېل پاکستان وسائل لرونكے هېواد دېے٬ زمونږ لويه سرمايه صلاحيت لرونكے افرادي قوت يعنې ځوانان دي۔ په دې موقع وزيراعظم ته ووئيل شول د کامياب جوان هنرمند پروګرام له مخې به دوه لكه ځوانانو ته وظائف وركولې شي٬ کامياب جوان مرکز، ټېلنټ هنټ، د لوبو اكېډميز، ګرين يوتھ موومنټ او انووېشن ليګ هم د منصوبې برخې دي، يوتھ کونسل كښې د ګرد هېواد بېلو څانګو څخه 33 ځوانان برخه اخلي٬ د ځوانانو په انتخاب كښې د هېواد د بېلا بېلو سيمو٬ ټرانس جېنډرز، اقليتونو، په جسماني توګهد معذوره كسانو او د نارينه او مېرمنو د يو برابر نمائندګۍ خاص خيال ساتلے شوے
د پاکستان لويه سرمايه صلاحيت لرونكي ځوانان دي٬ د هېواد د پرمختګ دارومدار د ځوانانو په ترقۍ دے۔ د وزيراعظم عمران خان د نيشنل يوتھ کونسل غړو سره خبرې
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن