اسلام آباد 19اپرېل(اے پی پی)وفاقي وزير ميا جاوېد لطيف وئېلي دي د جسټس منير د پريكړې څخه پیل شوے انتشار اوس بندېدل پكار دي٬كه په نړيواله ايجنډا عمل شوے ؤ نو مونږ له به د آئي اېم اېف سره سختو لوظ نامو ته ضرورت نه ؤ ۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل د آئين او قانون پاسداري ضروري ده٬د جسټس منير د پريكړې څخه د انتشار چې كومه لړۍ پیل شوې د دې څخه هېواد دوه برخې شوې٬مونږ له فكر پكار دے چې دا لړۍ بندول دي يا دا جاري ساتل دي؟۔ده ووئيل دا وئېلي كېږي چې د فشار په سبب دوه جونيئر ججان صاحبان د سپريم كورټ برخه جوړ شوي٬قام د حقائقو څخه خبرول ضروري دي۔ده ووئيل نړيواله ايجنډا چې كوم خلق پوره كوي هغه ټول قام ته معلوم دي۔۔ده ووئيل د آئين تشريح كوونكو څخه پوښتنه پكار ده چې د دوو اسمبلو په ماتولو آئين سره لوبې ولې شوي٬ سياسي خلقو سره مذاكرات كېدے شي خو د ترهه ګرو او انتشار خپرونكو سره نشي
د جسټس منير د پريكړې څخه شروع شوے انتشار اوس بندېدل پكار دي۔ميا جاوېد لطيف
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا