اسلام آباد 15 دسمبر (اے پی پی) د ريلوے وفاقی وزیر خواجه سعد رفیق وئيلي ??ي په پانامه پیپرز پارلما?? كښې په بيا خبره كولو حکومت اعتراض نه لري ، په تحریك استحقاق د قامی اسمبلۍ سپیکر د آئین له مخې رولنګ وركړې ، تر اوسه د حکومت په ضد ټول سازشونه ناکام شوي ، پی ټی آئی ایوان ته تنخا او ټی اے ډی اے اخستو له راځي۔ د زيارت پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې ميډيا سره خبرو كښې د ریلوے وزير خواجه سعد رفیق ووئيل تيره ورځ ایوا?? كښې حکومت ټول اپوزیشن ګوندونو له په پانامہ پیپرز د بيا خبرې كولو وړانديز وركړې وو خو دا څنګه اوصول دي چې اپوزیشن خپله خبره وكړي او نور ئې ونه كړي ، ده ووئېل 32 غړي لرونكے ګوند وا??ي مونږ به 190 غړي لرونكې حکومت له د خبرو اجازه نه وركوو۔ ده ووئيل پی ټی آئی هم د ایوان برخه ده او دې نه وړاندې هغوي ایوان ته نه وو راغلي او تنخا او ټی اے ډی اے ئې اخستې وه۔ سعد رفيق ووئېل د حکومت په ضد ټول سازشونه ناکام شوې ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د تحریك استحقاق په اړه س??یکر د آئین او قانون ترمخه رولنګ وركړې وو ځكه چې دا معامله عدالت كښې اورېدونكې ده۔
په پانامه پیپرز پارلمان كښې په بيا خبره كولو حکومت اعتراض نه لري
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena