اسلام آباد 11 مارچ (اے پي پي(د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي د بې باورۍ تحريك ناكامه كولو لپاره تګلاره جوړه كړی شوې٬هغوي ته به يو شمېر سرپرائز وركوو٬اپوزېشن ته به د هغوي په ژبه ځواب وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل نن پاكستان سره ښه ټېكنالوجي راغلې٬دا جديد الوتكې په لنډه موده كښې ترلاسه كړی شوي٬د چين لخوا د جي ټين سي الوتكو په راكولو مننه كوو۔ده ووئيل مسلم ليګ(ن) او پيپلز پارټي به يو بل ته غله وئېل او كنزلې به ئې كولې۔ده ووئيل مولانا فضل الرحمان د حكومت په ضد دهرنا وركړی٬د كورونا وبا په مهال هغه د حكومت مخالفت كړے ٬ ده ووئېل زمونږ وسله والو ځواكونو د هند الوتكې راغوځولې٬مونږ د هند پائېلټ بېرته وركړے ٬په هغې هم دوي تنقيد كولو ۔ده ووئيل هغوي سره به په هغه ژبه خبرې كولې شي كومه چې هغوي كاروي۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان او تحريك انصاف به هغوي ته كلك ځواب وركوي٬د ادارو په تنقيد به هم ځواب وركولې شي۔ده ووئيل مشر ورور ئې كنزلې كوي او شهباز شريف ئې په پښو پريوځي٬بل څوك بې وقوف كړئ مونږ ستاسو د ډرامو نه خبر يو۔ده ووئيل پاكستان تحريك انصاف به ډېر زر په اسلام آباد كښې لويه جلسه وكړي٬وزيراعظم عمران خان د اولس حقونو لپاره كلك ولاړ دے
د بې باوري تحريك ناكامه كولو لپاره تګلاره جوړه كړی شوې٬هغوي ته به يو شمېر سرپرائز وركوو٬اپوزېشن ته به د هغوي په ژبه ځواب وركولې شي۔د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : como ganhar na raspadinha