اسلام آباد 20 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم وئيلي دي چې د پسرلي موسم كال 2022م لپاره په ټول هېواد كښې د 54 كروړه ونو نال كولو هدف ټاكل شوے، د ځنګلاتو د ټولو صوبائي محكمو په مشاورت په ټول هېواد كښې د پسرلي د ونو نال كولو كمپائن پېل كولو لپاره يوه جامع حكمت عملي مرتب كړې شوې ده. د اتوار په ورځ په د وزيراعظم د موسمياتي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم په خپل يو بيان كښې ووئيل چې مونږ د وزيراعظم عمران خان د لس بلين ټري سونامي پروګرام له مخې د فرورې څخه تر اپرېل د پسرلي موسم په مهال په ټول هېواد كښې د 54 كروړه ونو نال كولو هدف ټاكلې دے. ده ووئيل چې كمپائن لپاره د ټولو اړوند محكمو په مشاورت يوه جامع حكمت عملي مرتب كړې شوې ده.
مضمون کا ماخذ : melhores loterias do Brasil