اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) پاكستان د هندي ځواكونو لخوا په سيالكوټ سېكټر كښې پھ وركنګ باؤنډري بلااشتعال د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ كولو غندنه كولو سره د جمعې په ورځ د هند دوهم هائي كمشنر جے پي سنګ خارجه دفتر ته طلب كولو سره د ډزبندۍ په خلاف ورزۍ سخت احتجاج كړې۔د خارجه دفتر وياند له مخې هندي ځواكونو د جمعې په ورځ پھ سيالكوټ سېكټر كښې په وركنګ باؤنډرۍ ??ه هريال كلي كښې آبادي په نښه كړې او مارټر ګولۍ يې راغورځولې دي دغسې ?? خودكار وسلې په ډزو ??ښې 24 كلن ځو??ن عرفان شهيد شوې او د يوې مېرمنې پشمول 9 كسان ژوبل شوي۔ډائرېكټر جنرل(سوئېلي آسيا او سارك)ډاكټر محمد فېصل د هند دوهم هائي كمشنر طلب كولو سره د هندي ځواكونو په ډزو احتجاجي مراسله هغه ته سپارلې۔خارجه دفتر وئېلي دي چې د ضبط او تحمل د غوښتنې سره هم د هند لخوا د جنګ بندۍ پرله پسې ??لاف ورزۍ روانې دي۔خارجه دفتر وئېلي دي چې هند د روان كال په ابتدائي 19 ورځو كښې تراوسه د كنټرول لائن او په وركنګ باؤنډرۍ د جنګ بندۍ د 125 نه زياتې خلاف ورزۍ كړې دي او په نتيجه كښې يې تراوسه 4 بې ګناه وګړي شهيدان او 20 ژوبل شوي۔خارجه دفتر وياند وئېلي دي چې بې ګناه وګړي قصدا ً په نښه كول ناوړه كار د انساني وقار او د نړيوالو بشري حق??نو په ضد اقدام دې۔هند ته وئېلي شوي دي چې هغه دې د ډزبندۍ لوظ نامه عملي كړي او خپل ځواكونه دې د ډزبندۍ د لوظ نامې عملي كولو پابند كړي
پاكستان د هندي ځواكونو لخوا په سيالكوټ سېكټر كښې پھ وركنګ باؤنډري بلااشتعال د ډزبندۍ د خلاف ورزۍ كولو غندنه وكړه
مضمون کا ماخذ : تھور میگا ویز کی طاقت