اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د پاکستان پشمول په ګرده نړۍ كښې د ټيلي ويژن د اهميت نړيواله ورځ لمانځلې شوې۔ د دې ورځ لمانځلو مقصد د وګړو تفريح،تعليم ٬ تربيې او معلومات ترلاسه كولو لپاره د ټيلي ويژن اهميت رامخې ته كول دي ٬ د دې ورځ په اړه د بېلو اليکټرانکس کمپنيو د اړخه پروګرام ترتيب كړې شوې ؤ چې پكښې وګړي د ټيلي ويژن اهميت او افاديت څخه خبر كړې شول۔ د ملګرو ملتونو د سيورې لاندې جنرل اسمبلۍ دسمبر 1996 كښې يو قرارداد منظور كړې ؤ چې له مخې ئې په ټوله نړۍ كښې هر كال 21 نومبر د ټيلي ويژن نړيوالې ورځې په توګه لمانځلې كېږي۔ټيلي ويژن يو داسې حېرانوؤنكې ايجاد دے كوم چې اوسني دور كښې د رابطې ،معلومات او خبرونو ته د رسېدو يوه قومي وسيله ده۔
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش