اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خبرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په نړۍ كښې اوس جنګونه د وسلو په ځاے د مېډيا د لارې كېږي٬ د اوسني دور تقاضو له مخې د مېډيا او ادارو په كردار كښې بدلون ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پي ټي وي هېډكوارټر كښې د تربيتي وركشاپ په مهال وكړه۔وفاقي وزير ووئيل مونږ د سټېټ مېډيا بيانيه قوي كول غواړو٬په تېر وخت كښې سټېټ مېډيا به د حكمران ګوند بيانيه وړاندې كوله مونږ دغه اوس د رياست وياند ګرځولې ۔ده ووئيل د پي ټي وي كتونكو لپاره زيرے دے چې 14 اګست څخه به هغوي د پي ټي وي نيوز اېچ ډي نشريات ګوري۔ده ووئيل د نړۍ تر لويو لويو ادارو رسنې له مونږ ته وسائل پكار دي۔وسائلو زياتولو پلو په تېر وخت كښې پام لرنه نه وه شوې٬د ادارو پرمختګ له به مونږ له خپل وسائل زياتول وي۔ده ووئيل د پروډيسرز په كار كښې جدت راغلے٬په پي ټي وي كښې تربيتي وركشاپ غوندې اقدامات د ستائنې وړ دي۔پي ټي وي د پرمختګ پلو بوتللو له به په ګډه هڅې كول وي۔وفاقي وزير ووئيل د مېډيا په څانګه كښې خوښي لرونكو زده كوونكو له به په پي ټي وي كښې انټرنشپ وركولې شي۔ده ووئيل يو داسې وقار لرونكي ماحول جوړولو ته پام لرنه كوم چې پكښې ټول وګړي د يوې كورنۍ غوندې په ګډه كار وكړي۔ده ووئيل راډيو٬ټي وي او د اطلاعات وزارت د نورو محكمو ملازمينو له د وزيراعظم هاؤسنګ سكيم كښې په كورونو وركولو هم غور روان دے۔ده د پي ټي وي ملازمينو تنخاګانو زياتولو له د اقدامات سپارښتنه هم وكړه
په نړۍ كښې اوس جنګونه د وسلو په ځاے د مېډيا د لارې كېږي٬د اوسني دور تقاضو له مخې د مېډيا او ادارو په كردار كښې بدلون ته اړتيا ده۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن پي ټي وي هېډكوارټر كښې د تربيتي وركشاپ په مهال د خيالاتو څرګندونه
مضمون کا ماخذ : لاٹری کی پیشن گوئی